ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، د افغانستان د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لورې په ټول افغانستان کې د زاړو او پخوانیو قرآنونو نسخې ، سپارو او د دیني کتابونو د ټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل شوې.
دغه وزارت په دوشنبې ورځې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت د مشرتابه لارښوونې پر اساس، په مرکز او ولایتونو کې د زاړو قرآنکریمونو، سپارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼو د ټولولو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب په مشـرۍ جامعه طرحه جوړه شوه.
د دغې طرحې له مخې به د لسګونو کلونو لپاره د یادو مقدسو اوراقو د ساتلو ټول اړین اړخونه په غرنیزو سیمو کې د مسلکي انجینرانو لخوا د ولایتونو په تناسب ټاکل شوي او د اړوندو ادارو په همغږۍ د اوقافي ملکیت په توګه ئې د ثبت کېدو لړۍ هم روانه ده.
د افغانستان په ځینو ولایاتو کې د دغو ځایونو د جوړولو چارې په عملي توګه پیل شوي دي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i163742